افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ناوې ولسوالې له نهو میاشتو وروسته تر کنترول لاندې رواړله

comments 0

0 Views

هندوکش – هلمند : د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې چې د هلمند ولایت په ناوې ولسوالې کې په لاړه اچول شوي وول تولې سیمې د طالبانو له ډلو پاکې شوې.
ناوه د هلمند هغه نا امنه ولسوالۍ ده چې پوره نهه مياشتې د طالباني وحشتونو تر تاړاک لاندې وه او پرون شپه تر سختو عملیاتو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وژغورل شوه.


راپورونو له مخکې دغو ځانګرو ځمکني او هوایي عملیاتو کې طالب وسله والې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې د ځایي خلکو په وینا شمیر یې ډیر ښودل شوې دې.
یادې ولسوالۍ کې چې افغان امنیتي ځواکونو لخوا وژغورل شوه د ټولنیزې شورا رئيس عتيق الله خان او سلګونو غړو امنيتي سرتیرو ته ښه راغلاست و وايه.
سیمه کې ځایې خلک وایي چې خوښ یو یوځل بیا پر سیمه افغان مليبیرغ ورپيد او له پردیو غلامانو وژغورل شو.
د سيمې خلک چې د امنتیي ځواکونو استقبال لپاره راغلي وول وايي چې د طالباني وحشتونو پر مهال په سیمه کې يو کور نه وو پاتې، ښونځي تړلي وو، پاکستاني، ایراني او روسي ترهګرو به له دوی په زوره ډوډۍ غوښته او په ناوه کې طالبانو سمې د پوډرو او هيروينو زیرمتونونه اوفابريکې جوړې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې په ناوه کې سلګونو خلکو افغان سرتیرو ته د ښه راغلاست په پار په لارو کې ليکې جوړې کړې!
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply