افغان امنیتي ځواکونو د فاریاب کوهستان ولسوالۍ بیرته نیولې ده

comments 0

هندوکش – فاریاب: د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ۷۰ تنه هغه امنیتي سرتیري چې شاوخوا څلور ورځې مخکې دغې ولسوالې کې کلابند شوي له محاصرې آزاد شوو.
دغو عملیاتو کې د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ مرکز او شاوخوا اته کلي هم بیرته نیول شوي چې د وسله ولاو طالبانو تر ولکې لاندې وو.
امنیتي سرچینې په سیمې کې وایي چې: د کوهستان ولسوالۍ د مرکز د بېرته نیولو په عملیاتو کې د محاصره شوي ځواکونو سربېره دغلته ډیسانت شویو، د کمانډو تازه دمه ځواکونو او د ګاونډیو ولسوالیو امنیتي ځواکونو ونډه درلوده.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې افغان امنیتې ځواکونو د پکتیا له جاني خیلو ولسواليو یوه تکتیکې شاتګ کړې وه چې له امله یې د جاني خیلو ولسوالېې د طالبانو تر کنترول لاندې راغلې وه.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply