افغان امنیتي ځواکونو د بدخشان کوهستانات ولسوالي بېرته ونیوله

comments 0

15 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وویل، د کوهستانات ولسوالي د بېرته نیولو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دانش همداراز وویل چې لا هم د ولسوالۍ په شاوخوا غرنیو سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري.
د بدخشان امنیه قوماندان عبدالخالق اقصای وویل چې تېره شپه ناوخته کومانډو ځواک کوهستانات ولسوالۍ ته ورسېد او نن یې عملیات پیل کړل.
طالبانو تراوسه پورې د دې ولسوالۍ د بایللو په اړه څهع نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments