افغان امنیتي ځواکونو تورخم کې لس ټنه انفجاري مواد نیولي دي

comments 0

هندوکش – تورخم: د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ کشفي فعالیتونو کې تورخم کې ۲۰۰ بوري هغه انفجارې مواد نیول شوي دي چې پاکستان نه افغانستان راوړل کیدل.
ختیځ کې د سرحدي پولیسو قومندان محمد ایوب حسن خیل تیره ورځ په یو خبري ناسته کې وویل: چې د دوی ځواکونو په یوه لارۍ موټر کې ۲۰۰ بورۍ امونیم نایټرېټ نیولي دي.
د نوموړې په وینا د یادو موادو د انتقال په تور مو د موټر چلوونکی هم نیولی چې د پاکستان اوسېدونکی دی
نوموړي زیاته کړه ، نیول شوي مواد له پاکستان څخه افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو په موخه راوړل کېدل چې د نوموړي په وینا، د یادو موادو د انتقال په تور موټر چلوونکی هم نیولی شوې دې چې ځان د پاکستان اوسېدونکی په داګه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې ورانکارو کړنو ترسره کولو په موخه افغانستان ته داسې ډیر انفجاري مواد پاکستان نه راوړل شوي دي چې د کشفي ارګانونو په مرسته نیول شوي دي.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply