افغان امنیتي ځواکونو ته ۴۹۵ زغره وال ټانکونه وسپارل شول

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو له امریکا څخه ۴۹۵ زغره وال ټانکونه تر لاسه کړي چې عملیاتو کې به ترینه مرسته واخیستل شي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ټانکونه تیره اونې امنیتې ځواکونو ته ورکړل شوي چې هیواد کې په شته ۲۰۱، ۲۰۳، ۲۰۵ او ۲۰۹ قول اردوګانو باندې ویشل شوي دي.
دولت وزیري خبرپاڼې کې زیاته کړې چې، د ملي اردو ځواکونه د څلور کلن پلان سره سم د خپلې وړتیا د لوړولو لپاره ګامونه پورته کړي او راتلونکي کې به نور پرمخ تللي تجهیزات هم ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې دمه امریکې متحده ایالاتو ټانګونو ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه یې په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي چې وسله وال مخالفین یې ماتې سره مخامخ کړي دي.
سپوږمې پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply