افغان امنیتي ځواکونو ته امریکایي بلک هاک چورلکې ورکړل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – پنتاګون: د امریکا دفاع وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د غوڅ ماموریت د مرستو په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته ۲ بلک هاک چورلکې ورکړل شوې.
خبرکې راغلي چې، دغه چورلکې د امریکې د متحده ایالتونو له لوري د غوڅ ماموریت د مرستو د چوکاټ په دننه کې د کندهار هوايي ډګر ته انتقال شوي او هلته به له چمتو کولو وروسته افغان هوايي ځواکونو ته وسپارل شي.
یاده دې وي چې UH-60 Black Hawk یو له هغو چورلکو څخه دې چې ډیری پرمختللي جنګي قابلیتونه لري.
ویل کیږي دغه ډول چورلکي په اوسني مارکیټ کې شاوخوا ۲۵ ملیونه ډالره بیه لري.
دغه چورلکه په ساعت کې ۱۸۵ مایله واټن وهلای شي او دوه اغیزمن ماشینونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ډونالد تړمپ نوي اعلان شوي تګلارې سره سم د امریکا متحده ایالاتو ژمنه وکره چې افغانستان ته بلک هاک چورلکې ورکوي چې شاو خوا دوه میاشتې وروسته دغه ژمنه پلي شوه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply