افغان امنیتي ځواکونو ته اته اسکن ایګل الوتکې سپارل کیږي

comments 0

هندوکش – امریکا: پنتاګون نه په خپره شوی خبر کې راغلي چې امریکا افغانستان کې د ترهګرو ځپلو په موخه افغان ملي پوځ ته اته بې پیلوټه الوتکي ورکوي.
د خبر پربنسټ،پنتاګون د دغه هېواد د الوتکو د جوړولو له یوه شرکت سره د ۴۷ مېلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی، چي له مخې دغه شرکت به اته «سګن ایګل» ډوله بې پیلوټه الوتکي افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي.
امریکا له دې وړاندي هم ځينې دا ډول بې پیلوټه الوتکې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي وې.
یاده الوتکه، د اندازې له پلوه یوه کوچنۍ بې پیلوټه الوتکه ده، چي په ټيټه کچه الوت کوي او ډېری وخت په جګړه‎ییزو ډګرونو کي د کشف او استخباراتو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې امریکې افغان حکومت ته ډاد ورکړې چې تر راتلونکو ۹ میاشتو پوري افغان هوايي ځواکونو ته دکابو ۲۰ «بلک هاک» چورلکې ورکوي.
فکور نعیمي

Comments