افغان امنیتي ځواکونه د حق د لارې لارویان دي / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

د هیواد سرښندونکو او میړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې د طالب او داعش ترهګرو او انسان وژنکو ډلو او د سولې او ثبات دښمنانو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې پراخ چانیز او پوځي عملیات په لاره اچولي دي، چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونه ډیري ښې لاسته راوړنې هم لري او د سولې او ثبات دښمنان یې له کلکې ماتي سره مخ کړي او ورځ تر بلې ورځ کلي او بانډې د دغو ترهګرو ډلو له شتون څخه پاکیږي او په سیمه کې د امنیتي ارکانونو مسوولین هم د دې ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه په هوایی او ځمکنۍ برخه کې په ښو او پرمختللو جنګي وسایطو او وسایلو سمبال شوي چې د هیواد دښمنان به په هيڅ ځای کې په امان کې ورڅخه پاتي نشي او ځپونکی ګوزارونه به ورباندې وکړي، چې له نیکه مرغه اوس مهال زمونږ ولس پوره باور لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ګوزارونو ته د هیواد دښمنان ځان نشي ټینګولی او په هر ځای کې د تیښتي په حال کې دي، چې وروستي ښې بیلګي‌ یې په فاریاب، بدخشان او په ځانګړی توګه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالی وه چې له څه مودې راهیسي د ترهګرو ډلو پوځي تحرکات په کې زیات شوي ول او زمونږ متدین ولسوونه یې له ګن شمیر ستونزو سره مخ کړي ول، چې د افغان میړنیو امنیتي ځواکونو لخوا د وسلوالو مخالفینو د ځپلو په موخه ځانګړي چانیز او پوځي عملیات پیل شول چې اوس مهال هم دوام لري، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې وسلوالو ډلو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي او د تښتي په حال کې دي او امنیتي ځواکونو د دوي لا ځپلو په موخه په خپلو چانیزو او پوځي عملیاتو ته شدت ورکړی ترڅو هغه سیمي او ولسوالی چې لا د دوي تر ګواښوونو لاندې دي په بشپړه توګه د دوي له شتون څخه پاکې کړي او خلکو ته د یو سوګاله او آرامه ژوندان زمینه برابری او په سیمو کې شته ستونزي له منځه یووسي تر څو خلک په یوه ډاډ منه او سولیزه فضا کې خپل عادی ژوند ته ادامه ورکړي.
د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواګونو سرښندنو او میړاني ته په کتو سره اوس مهال زمونږ ولس پوره باور لري چې د دوي د مبارزې پر وړاندې د هیواد دښمنان تل له ماتي سرمخ دي او په هر ځای کې د تیښتي په حال کې دي او د افغانستان خلک د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا په کلکه ولاړ دي او دهیواد بې شمیره ځوانان هڅه کوي تر څو د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خپل هیواد او ولس د دښمنان پر وړاندې ودریږي او دغه لړۍ په ډیره چټکۍ سره روانه ده او دافغانستان خلک د خپلو امنیتي ځواکونو په بریالیتوب کې هیڅ شک نه لري، خو له خپلو امنیتي ځواکونو څخه دا تمه لري چې د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال په سیمه کې د ملکي وګړو د مصونیت د خوندیتوب لپاره له هیڅ ډول هلوځلو او سرښندنې څخه ډډه ونکړي تر څو د دوي سرومال ته کوم زیان و نه رسیږي او د ضرورت په وخت کې هغوي ته پرته له کوم ځند څخه لازمې مرستی او لارښوونی تر سره کړي، چې انشاالله د دغو ترهګرو او انسان وژونکو ډلو پر وړاندې به بری زمونږ د امنیتي ځواکونو په برخه وي، دا ځکه چې بری تل د حق خوا ته وي او زمونږ امنیتي ځواکونو د باطل پر وړانډې د حق په لاره کې مبارزه کوي.

Comments