افغان امنيتي ځواکونو د طالبان له بنده ولسي وګړي خلاص کړي دي

comments 0

هندوکش – ارزګان: د افغان امنیتي ځانګرو ځواکونو په عملیاتو کې اوه کسان د طالبانو له بنده خلاص شوي دي.
دملي دفاع وزارت څخه په خپره سوی خپره پاڼه کې راغلی، چې ملي اردو ځواکونو د اورزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې دعملیات په ترڅ کې یې د طالبانو یو زندان مات او ۷ ملکي وګړي یې راخلاص کړي دي
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي او یو شمېر وسلې، مهمات یو عراده موټر او شپږ موټرسایکلونه یې هم دی افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments