افغان الوتکې به د ایران له حریم تېرې شي

comments 0

هندوکش – کابل: راپورونه وایي، تر هغې چې د پاکستان او هند کړکیچ ختمیږي، د کابل ـ ډهلي پروازونه به د ایران له فضا تیریږي.

د اریانا هوايي شرکت ویلي، د ایران له لارې د کابل او نوي ډهلي ترمنځ هوايي واټن زیات وخت نیسي، خو مجبور دي چې دا کار وکړي.

په ‌دې وروستیو کې د پآکستان او نوي ډهلي ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو سره پاکستان د افغانستان د الوتکو پرمخ خپله فضا تړلې ده.

پخوا له کابله نوي ډهلي ته يو طرفه ټکټ ۱۶۰ ډالره و چې اوس یې بیه له ۳۰۰ ډالرو پورته شوې ده.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments