افغانستان یې ګټي او غله به ماتې خوري: منان توحیدیار

comments 0

سیاسي مخالفتونه په ډیموکراته ټولنه کې هر ځای وي او دا د ډیموکراسۍ اصل بلل کیږي، خو په افغانستان کې د ولسواکۍ له نومه له لومړۍ سره ناسمه ګټه اخیستل شوې او تر ننه ځینې قومونه او ډلې د ولسواکۍ په نوم د خپلو ګټو لپاره کاروي.

دلته د امتیاز غوښتلو او د شخصي ګټو لپاره د ولسواکۍ په نوم قومونه او سمتونه هڅول کیږي چې پر حکومت فشار راشي او د څو اشخاصو کار جوړ شي.

خبره مې د کندهار د غونډې په تړاو کوله، څو کسان چې په خپلو ولایتونو او قومونو کې متنفر شوي او څوک یې په غږ پسې نه ځي، ټول سره یو ځای شوي او د غونډو جوړیدو او خبرداریو له لارې غواړي، شخصي ګټې لاس ته راوړي.

دا څو کسان چې د سیاسي مخالفینو په نوم یې کار پیل کړی او سره یو ځای شوي دي، په اصل کې سیاسي مخالفین نه بلکې د افغان ملت د ارادې مخه نیسي، دا ډلې د بهرنیو هېوادونو د استخباراتو په اشاره نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او افغان حکومت د سیمې او نړۍ په کچه سم سیاستونه مخ ته یوسي.

د کندهار د غونډې لوبغاړو ستونزه یواځې اوس شخصي امتیازات نه دي، دوی پر حکومت فشار راوړي چې د دوی دوسيي له منځه یوسي، دوی د پارلمان د مصوونیت له بخته اوس محکمې ته نه شي تللی، خو دوسيي یې لوی څارنوالۍ کې شته او هڅه کوي چې د وکالت له دورې وړاندې پر حکومت خپلې دوسيي ختمې کړي، ځکه دلته اوس نړیوالې محکمې ته هم اجازه ورکړل شوې چې څېړنې وکړي او مجرمین په سزا ورسوي.

د کندهار د غونډې لوبغاړو دومره جنایت کړي چې په مرګ باندې هم نه خلاصیږي، د بهرنیو جاسوسیو تر څنګ دوی د انسان تښتونو او هدفي او ډله ییزو وژنو مسوولیت او دوسيي هم په څارنوالۍ کې لري او اوس په دې پوه شوي چې د عدالت وخت یې رارسیدلی او د زور ګوی وخت یې تللی دی.

دزور واکو لپاره همدا د خطر زنګ دی چې ولسونو یې پروړاندې ولاړ دي، تاسو به د کندهار د غونډې په تړاو غبرګونونه لیدلي وي، چې لوبغاړي او دا غونډه څومره ریشخند شوه او څومره عام خلک یې مخالف شول.

د کندهار غونډې یوه ګټه حکومت ته هم وکړه، هغه دا چې د حکومت مخالف عام خلک یې هم د حکومت په پلوۍ کړل، ځکه خلک پوه شول چې له حکومت غله خفه دي، نو حکومت سم روان دی.

حکومت ولسواکۍ او سیاسي اپوزسیون ته ژمن دی، خو د کندهار غونډه نه سیاسي مخالفت دی او نه اپوزسیون او نه ولسواکي، دا د پردیو استخباراتو پروژه ده چې څو جاسوسان یې مخ ته وړي، یو یې د روسيي، بل د ایران او بل د پآکستان جاسوسان پکې شامل دي او دا ټول نه غواړي چې افغانستان دې له نړیوالې ټولنې سره داسې اړیکې ولري چې ځان بساینې لور ته لاړ شي او د سیمې یو سیاسي لوبغاړ شي.

د کندهار غونډې د لوبغاړو لپاره یو شرم همدا بس و چې د بلخ والي عطامحمد نور ترې په شا شو او په غونډه کې یې له ګډون انکار وکړ، له دې سره جمعیت ګوند هم اعلامیه خپره کړه چې د بلخ د والي ګډون په غونډه کې د جمعیت استازیتوب نه شي کولای او دا ګډون به د عطامحمد نور شخصي وي او جمعیت په داسې غونډو کې ګډون نه کوي.

د غونډې دوه نور ګډونوال اسماعیل خان او امرالله صالح هم له غونډې په شا شول او په دې پوه شول چې له دې ډلې ولسونه نفرت لري او ځان یې پکې ور شامل نه کړ.

د کندهار د غونډې لپاره زیات تبلیغات وشول او هغه نیټه چې باید غونډه پرې شوی وای، ځکه و نه شوه چې لوبغاړي پوهیږي، غونډه به یې دومره زوروره نه وي، لکه څومره چې د خلکو تلوسه ده، نو غونډه په همدې اساس ځنډيدلې.

د جمعې په ورځ د غونډې سرلارو ظاهر قدیر او همایون همایون خبري کنفرانس ورکړ او حکومت ته یې خبرداري ورکړل، خو د حکومت پر ځای ولسونو ځواب ووايي چې د غونډې د لوبغاړو په مخ کلک ګوزار و.

نو د کندهار غونډې ولسونو سره یو کړل، ولسونو خپل دښمن وکیلان او په اصطلاح مشران وپيژندل، ټول د حکومت په پلوۍ سره یو شول او د غلو پروړاندې لکه سپر ودریدل، خلکو خپل مسوولیت د هېواد او حکومت پروړاندې ادا کړ او پکار ده چې ولسونه هر ځای او هر کله د ملي ګټو او ملي حاکمیت په موضوعاتو کې همداسې سپر ودریږي، انشاء الله بریا به د افغانستان وي او غله به مخ توري وي.

Comments

Leave a Reply