افغانستان یو بل ویاړ ترلاسه کړ//سید عبدالله پاچا

comments 0

افغانستان د لومړي ځل لپاره د پيسو نړیوال صندوق له خوا د مالي او اقتصادي اصلاحاتو د ارزیابۍ پروسه په کامیابۍ سره پای ته رسولې.

د ماليې وزات وايي؛ د پيسو نړیوال صندوق د اصلاحاتو د ارزیابۍ سره افغانستان د اعتبار لوړیدو سربيره د مرسته کونکو هېوادنو د مرستو په تمدید کې مرسته وکړي.

افغانستان لپاره د پیسو نړیوال صندوق د عوایدو په برخه کې له دوه سوه میلیارډ افغانیو څخه ټيټ هدف ټاکلی، خو سږ کال په لومړي ځل شاوخوا دوسوه او لس میلیارډه افغانۍ عواید ترلاسه شوي.

آي ام اف د شاخصونو په پلي کولو کې د افغانستان له پرمختګ هر کلی کړی.

د ماليې وزارت د مالوماتو له مخې د دغو ارزونو په پایله کې دافغانستان عوایدو کې زیاتوالی راغلی اقتصادي پرمختګ چټک شوی او د پراختیایي بودیجې مصرف کچه لوړه شوې.

افغانستان په شپږو پړاوونو کې په لاندې برخو کې د اصلاحاتو خبره کوي.

 ((اقتصادي اصلاحات، مالي سکټور کې اصلاحات، د ملي عوایدو را ټولولو کې پرمختګ، اقتصادي پرمختګ، او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې اصلاحات))

د افغانستان بانک د هېواد د مالي او بانکي نظام د اعتبار لوړېدو لپاره د پیسو نړیوال صندق د ارزونې پروګرام عملي کول یوه لاسته راوړنه بولي چې ورسره به د هېواد اعتبار لوړ او د مرستندویانو د مرستې تازه ژمنې تر لاسه شي.

د هېواد مالي سکټور ته د دغه پروګرام شرایط
((د انفلاسیون نرخ ثابت ساتل، د ارزي ذخایرو د کچې لوړول، د کورني عوایدو لوړول، د بانکی نظام پیاوړتیا، د پیسو وینځلو او د تروریزم د تمویل مالي سرچینو پر ضد مبارزه .))

د اي ام ايف له لوري د تعهداتو په بریالي توګه د عملي کېدو لپاره افغانستان ته څلور څلویښت اعشاریه څلور ميلیون ډالره تشویقي مرسته هم  ورکول شوې.

همدارنګه افغانستان کولای شي په آسانه شرایطو سره اوږمهاله پورونه د عایداتي او بنسټيزو پروژو لپاره ترلاسه کړي.

افغانستان د پیسو له نړیوال صندوق سره په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په شپږو پړاوونو کې د مالي او اقتصادي اصلاحاتو ارزولو پروګرام په بریالۍ توګه بشپړ کړ.

دغه ټول اصلاحات په ۲۴ سترو جوړښتونو او ۱۵ کمیتي ژمنو په چوکاټ کې چې له یوه کاله بل کال ته پورته تلل ترسره شوي دي او د افغانستان حکومت دغه مالي او اقتصادي اصلاحات، د روان کال لېندۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د اعتباري اسانتیاوو تمدید (EFC) پروګرام ترنامه لاندي، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) اجرائیوي بورډ له لوري تائید شوي دي.

د اقتصادي اصلاحاتو، د مالي سکټور اصلاح او مدیریت، په بانکي سکټور کې اصلاحات، ملي عوایدو راټولیدل، د لوی اقتصاد اغېزمن مدیریت، اقتصادي وده او له اداري فساد سره مبارزې په برخو کې د افغانستان حکومت ژمنې و ارزول شوې، حکومت وکولی شول، چې په ستونزمنو شرایطو کې د پام وړ شاخصونه په بریالۍ توګه بشپړ کړي.

د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولېدو هدف ۱۸۸ میلیارده افغانۍ وو، چې د لېندۍ میاشتې تر ۳۰ مې نېټې مو وکولی شول (۲۰۸) میلیارده افغانۍ عواید راټول کړو، چې دغه رقم په تېرو اتلسو کلونو کې تر ټولو زیات او د ۱۳۹۳ مالي کال په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاتوالی ښیې.

د مالیې وزارت مالومات ښيي چې حکومت په ۱۳۹۸ کال کې وکولی شول له ۱۳۹ میلیارده افغانیو (۹۴ سلنه) زیاته پراختیایي بودیجه ولګوي، تېر کال حکومت په دې توانیدلی وو، چې ۱۲۷ میلیارده افغانۍ (۹۱) سلنه پراختیایي بودیجه ولګوي. سږ کال مو د پراختیایې بودیجې په برخه کې ۱۲ میلیارده افغانۍ زیاتې مصرف کړي دي. دا په داسي حال کې ده، چې له اوسني حکومت مخکنیو په ډېر مشکل کولای شول خپله ۴۰ سلنه پراختیایي بودیجه مصرف کړي.

Comments