هندوکش – کابل: نوي سروې کې ښودل شوي چې افغانستان کې ۹۱ سلنه ماشومان تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي.
دغه سروي د ماشومانو د ژغوړنې فنډ لخوا په لاره اچول شوې وه چې په لړ کې د ماشومومانو ژغوړنې ټولنو، ماشومانو او د ماشومانوکورنیو سره مرکې ترسره شوي وو.
سروې کې ویل شوي چې یواځې ۹ سلنه ماشومان له تاوتریخوالي په امن کې دي.
سروي کې راغلي چې افغانستان ماشومانو لپاره امن ځاې نه دي او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالۍ لاملونه د ماشومانو وهل، هغوې ته مخدره مواد ورکول بلل شوي دي.
دغه سروې کې یوولس سوه ماشومان د هغوې کورنۍ او د ماشومانو د ژغوړنۍ تولنو سره په کابل، ننګرهار، بلخ، جوزجان او سرپل کې مرکۍ شوي دي.
عبید رادپور
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.