افغانستان کې کان کیندنو لپاره نوي اصول وضع شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې دغه وزارت د لویو او وړو تړونونو لپاره نوي اصول وضع کړي دي.
دغه څرګندونې د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفی رسنیو ته کړي دي.
د نوموړي په وینا: په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د تړونونو پر وړاندې د پرتو ستونزو لپاره، د حل د لارو د لټولو په هڅه کې او دغه ستونزه به ډیر ژړ حل شې.
نوموړې وایي:«دغه قراردادونه د یوه معین وخت لپاره نه تړل کېږي،عمده دلیل دا دی چې تر هغې پورې چې موږ یو میکانیزم جوړ نه کړو او له ټولو قراردادنو څخه څارنه ونه کړو او هغه سیمو کې چې امنیت ښه نه ده امنیت ټینګ نګرو، موږ نشو کولای چې هلته قراردادونه ولرو».
یاده دې وي چې اوسمهال کوچنې فابریکې له دې امله چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دې له منځه وړلو په حالت کې دي او کیداې شي دا لړۍ ادامه پیدا کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply