افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۷ لوړ شو

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې وروستۍ مثبتې پېښې په هرات، کابل، نیمروز، کندز، فاریاب او دایکنډي کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د نویو پېښو په ثبتېدو سره په دې هېواد کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments