افغانستان کې پر داعش درانه ګوزارونه شوي

comments 0

هندوکش: امریکا په تیره مارچ میاشت کې نسبت سوریې او عراق ته په افغانستان کې زیات بمونه د داعش پر ډلې اچولي.

د امریکا د هوايي ځواکونو په یوه خبر کې راغلي، په تیر مارچ میاشت کې امریکايي ځواکونو په طالبانو او داعش ډلې درې نیم سوه بمبونه اچولي په داسې حال کې چې په سوریه کې یې درې سوه بمونه اچولي دي.

د امریکایي چارواکو په خبره د وسله والو ډېری غړي پاکستان کې دي او له هغه ځایه په افغانستان کې جګړه رهبري کوي.

Comments