افغانستان کې وضعیت ننګونو سره مخ دی

comments 0

هندوکش _ بروکسل: د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، په داسې وخت کې چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهال وسله‌والو طالبانو یو شمېر سیمې نیولي، ده د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال یو ځل بیا د افغانستان د پوځي ملاتړ د ژمنې ډاډ ورکړ.
ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي، خوښ یم چې نن مې له ولسمشر غني سره خبرې وکړې.
سټولټنبرګ دا هم لیکلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت له ګواښه ډک دی چې د خبرو اترو له لارې یو جوړجاړي ته اړتیا لري.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو به د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي، هم به‌یې تمویل کړي هم به هلته ملکي حضور ولري او هم به په بهر کې افغان ځواکونه وروزي.
د افغانستان امنیتي وضعیت ته د اندیښنو په لړ کې تېره شنبه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر هم د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه.
جو بایډن له ولسمشر غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال ټینګار وکړ چې واشنګتن به د افغانستان پراختیایي هڅو او له دغه هېواد سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي. ولسمشر بایډن زیاته کړه چې واشنګټن به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي څو د ځان دفاع وکړي.
بل‌خوا په داسې حال کې چې د افغانستان په جګړه کې په ملي او نړیواله کچه د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۵» رسنیو ته وویل چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ورته مهم دی.
دی وايي: “له لاسه وتلیو سیمو د بېرته نیولو، د ستراتېژیکو سیمو او د ولایتونو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره عملیات روان دي، د هرې ورځې په تېرېدو پرمختګونه کوو، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې راکمېږي، په ډېر احتیاط سره زموږ عملیات اجرا کېږي چې له یوې خوا دښمن ته زیان واوړي او له بلې خوا د ملکیانو ژوند خوندي شي.”
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، جګړه کې ملکیانو ژوند ورته مهم دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌‌ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د دې مرګ‌‌ژوبلې ډېر مسؤلیت چې ۶۴ سلنه کېږي د حکومت مخالفو وسله‌‌والو ته ورګرځي چې طالبان، غير مسؤل وسله‌‌وال او داعش په ترتيب د دې تلفاتو مسؤل ګڼل شوي.
نعیم فکوری

Comments