افغانستان کې هر کال ۱۰۰ زره کسان د زړه ناروغۍ له امله مړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې افغانستان کې هرکابل څه باندې ۱۰۰ زره کسان د بیلابیلو لاملونه له امله مړي.
د دغه وزارت چارواکو په وینا دغه ناروغۍ ورځ تر بلې په افغانستان کې د ډېرېدو په حال کې ده.
ډاکتر سید حبیب اروال افغانستان کې ددغه ناروغي ستر لاملونه په خوړو کې له زیاتو غوړو ګټه اخیستنه، د سرې کړې غذا او ډېرو خوږو خوړل، د سګریټو او مشروباتو کارونه، د وینې لوړ فشار، د هوا ککړتیا او د منظم سپورټ نه کول بولي.
د نوموړي په وینا: هر کال خلک په ملیونو ډالر افغانستان نه بهر په دارو او درملو لګوي چې ۹۰ سلنه خلک یې د زړه پا ناروغۍ مبتلا وي.
هغه زیاتوي چې، کابو هر کال د افغان ناروغانو ۳۰۰ ملیونه ډالر دارو او درمل لپاره بهر کې مصرف ته رسیږي.
نوموړي افغانستان کې د ناروغیو درملنې لپاره معیاري روغتونونه او آسانتیاوې د افغان ډاکترانو ستر لامل بولې او وایې چې پر افغان ډاکترانو کم باوري هم یو له دغو لامولونو څخه دې.
یاده دې وي چې افغانستان کې د معیاري روغتونونو نشتوالۍ او افغان ډاکترانو پر وړاندې د خلکو نا باوري یو له هغو لاملونه څخه دي چې هر کال څه باندې ۷۰۰ ملیونه ډالره پیسې له هیواد بهر ایران، پاکستان، هند او داسې هیوادونو کې بې ځایه پر دارو او درملنو لګول کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply