افغانستان کې نوي کال ته د امریکا تمه

comments 0

هندوکش – کابل: 2019 کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پورې کال وي.
افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر تیره ورځ په یوه پوځي اډه کې د سولې بهیر په اړه روانو مواردو ته په اشارې ویلي، ۲۰۱۹ کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پورې کال وي.
په ورته وخت کې د ناټو ویاند په کابل کې له امریکایي ځواکونو سره د نوي کال د لمانځلو په مهال افغانستان کې سولې ته هیله ‌مندي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې ۲۰۱۹ کال کې د افغان سولې لپاره یو ښه فرصت برابر شوی، څو ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسېږي.
له دې سره ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته د طالبانو استازي د سعودي په جده ښار کې د افغان سولې په تړاو غونډه کې برخه واخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments