افغانستان کې له ترهګرو انديښنه

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان او سوېلي اسیا کې د ترهګرو نفوذ پراخ شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل دفتر ویلي، ترهګري لا هم د نړۍ امنیت لپاره لوی ګواښ دی او د ترهګرو نفوذ د افغانستان په ګډون په سوېلي اسیا کې زیات شوی دی.
صیقل همداراز ویلي، کار کوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمې هېوادونو ګډه ستراتيژي جوړه کړي، چې د ترهګرو پر وړاندې یې مبارزه سخته شي.
افغان حکومت د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پرضد د رښتنې مبارزې تر څنګ افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
اوس افغان ځواکونه په یواځې ځان له ترهګرو سره مبارزه کوي او افغانان د ترهګرۍ قرباني ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments