جنرال زبیر محمد حیات:افغانستان کې سوله او ثبات د اسلام آباد په ګټه ده

comments 0

هندوکش – پاکستان : جیو نیوز نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د ګډې کمیټې ریس زبیر محمد حیات وایي افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.
کراچۍ کې یو پوځي مراسمو پر مهال نوموړي وویل چې پاکستان باید افغانستان کې سوله لپاره ژمن وي دا ځکه چې پاکستان کې تر هغې سوله او امنیت نه راځي چې افغانستان کې امنیت تینګ نشي.
نوموړي وویل چې له افغانستان پرته پاکستان نشي کولای د سترو او ملیاردي ډالرو پروژې چې ترهګرو ورته ستر ګواښ رامخته کړې ده پلي کړي.
نوموړي دغه مراسمو کې هندوستان سیاسي روابطو ته په اشارې وویل چې د هند استخباراتي اداره د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې ددغو د چینايي پروژو مخه نیسي.
د پاکستان دغه نظامي چارواکې په داسې حال کې د افغانستان امنیت په اړه څرګندونه چې نړیوال افغانستان کې د روانې جګړې ستر لامل پاکستان بولي
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې افغان حکومت داسې اسناد وړاندې کړي چې افغانستان کې د روانې جګړې ښکیل توب پاکستان ښيي او پاکستان کې د ترهګرو شته پټنځایونه په داګه کوي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply