افغانستان کې د کورونا ناروغان ۱۴۵ ته ورسېدل

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی دی چې په دې ولایت کې د کورونا وېروس ۲۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر د ناټو سرتیرو د ۴ پیښو په ګډون ۱۴۵ ته رسېدلی، چې ۱۰۶ یې یوازې په هرات ولایت کې دي.
د یاد ولایت د روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۶۸ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې یې ۲۲ مثبتې را وختلې‌.
د دوی په وینا، دې کسانو کې ۱۳ نارینه او ۹ ښځې دي او ټول د هرات ولایت دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په شپږو ولایتونو هرات، فراه، نیمروز، کابل، کندهار، ننګرهار کې ګرځبندیز اعلان کړی.
په ځینو نورو ولایتونو کې بیا نیمه اضطراري حالت اعلان شوی دی او ولسمشر غني هم د کورونا له کبله د لسو زرو زندانیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments