افغانستان کې د وریجو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې د روان هجري لمریز کال په اوږدو کې د افغانستان د وریجو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.
د یاد وزارت چاواکي وايي تېر کال افغانستان کې د وریجو ۳۸۳ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و خو په سږني حاصلاتو کې د تېر کال حاصل سربېره ۵۷ زره ټنه زیاتوالی راغلی چې په ټوله کې ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل: “د کرنې وزارت له خوا په ځینو سیمو کې د اوبو لګولو شبکو جوړول او کروندګرو ته د حاصلاتو ډېرېدو په اړه عامه پوهاوی د سږني حاصلاتو د ډېرېدو لاملونه دي.”
وریجې د افغانستان د خلکو د لوی مصرفوونکي توکو څخه دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ چې د افغانستان د ملي احصايي او معلوماتو ادارې د اټکل له مخې اخیستل شوي ښيي چې افغانستان د کورني تولید تر څنګ هر کال د ۲۱۵ زره ټنو وریجو کموالی سره مخ کیږي.
دغه تشه بیا د هند او پاکستان نه را وارد شوې وریجې ډکوي.
اوس مهال افغانستان کې پر ۱۴۷ زره هکټار کروندو ځمکو باندې وریجې کرل کیږي.
کندز، تخار، بغلان او ننګرهار د وریجو لوی تولیدوونکي ولایتونه دي.
عبید رادپور

Comments