افغانستان کې د نیابتي جګړو په هکله د سیمې هېوادونو ته د حکومت خبرداری

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت د امریکايي شبکې «سي ان ان» د هغه وروستي رپوټ په غبرګون کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وژلو کې د ایران د رول په هکله خپور شوی دی وايي چې په سیمه کې هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان باید د هېواد په جګړه کې طالبان د خپلې نیابتي ډلې په توګه استفاده نه کړي.
تر هغې یوه ورځ وروسته چې سي ان ان د امریکا د استخباراتو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته د ایران د جایزې ورکولو رپوټ خپور کړ کابل تمه لري چې افغانستان یوځل بیا د هېوادونو د نیابتي جګړې ډګر ونه ګرځي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې د سیمې هېوادونه باید له طالبانو ملاتړ ونه کړي:«طاب ډله هم تورنه ده چې د بېلابېلو ډلو او بېلابېلو شبکو له خوا یې ملاتړ کېږي او یو اصلي مورد د سولې بهیر او د نړیوالې تولنې غوښتنه دا ده چې له طالبان باید د یوې نیابتي ډلې په توګه استفاده ونه شي او په سیمه کې هېڅ هېواد له طالبانو ملاتړ ونه کړي.»
د هغه رپوټ له مخې چې سي ان ان خپور کړی دی ایران پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو د تېرکال په لږ تر لږه شپږو بریدونو کې له هغې ډلې په ډسمبر میاشت کې بګرام اډې ته څېرمه برید کې لاس لرلی دی.
تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالتونو ځينو استخباراتي چارواکو روسیه هم په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره طالبانو ته د جایزې په ورکړې تورنه کړې ده؛ خو مسکو دا بریدونه بې بنسټه بللي دي.
سپوږمۍ پوبلزۍ

Comments