افغانستان کې د عاشورا مراسمو د ښه تر سره کیدو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: په داسې حال کې چې د محرم الحرم لسمې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، افغان امنیتي چارواکي وایي چې د دغه مراسمو د ښه تره سره کیدو لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
په کابل کې د عاشورا د مراسمو لمانځنې له څو ورځو راهیسې د دغه ښار څېره بدله کړې، د دغو مراسمو لپاره په لارو کوڅو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ د تکیه خانو محافظین هم تلاشۍ او پلټنو ته ګومارل شوي.
د عاشورا د ورځې لپاره د سختو امنیتي ترتیباتو له وجې ماتم کوونکي د افغان ځواکونو ستاینه کوي او وایي چې موږ به دغه مراسم په پوره ډاډ تر سره کړو.
محمد حسین عظیم د کابل په لودیځ کې د یوې تکیې خانې مسئول وویل، پر دې سربیره چې خپله د سیمې خلکو په بشپړه ډول امنیت نیولی، امنیتي ځواکونه، اردو، پولیس او ملی امنیت ریاست کارکوونکي هم د امنیت په ټینګیدو کې ورسره مرسته کوي، چې مننه ور څخه کوو.
ښاغلي عظیمي وویل ” اوس خو له امنیتي پلوه کومه ستونزه نه لرو”.
عبید رادپور

Comments