افغانستان کې د امریکا پوځ دوه سرتیري وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، افغانستان کې دوه امریکايي پوځيان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ اداره بیا وایي چې د پنټاگون د پاليسۍ له مخې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو به د وژل شوو پوځيانو هويت په ډاگه نه شي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو دوه ورځې وړاندې طالبانو ويلي و، چې په کندوز کې يې امریکايي پوځيانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې امریکا د افغانستان روانې اوولس کلنې جگړې د پای ته رسولو په موخه له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي دي.
د ناټو غوڅ ملاتړ اداره په افغانستان شاوخوا اوولس زره پوځيان لري، چې ډېری يې امریکايان دي او اوس امریکا غواړي، چې روانه اوولس کلنه جگړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments