افغانستان کې امریکايي ځواکونو لا د سرتېرو کمولو امر نه دی ترلاسه کړی

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه ویاند ویلي، لا يې په دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو د شمېر کمولو کوم رسمي امر نه دى ترلاسه کړى.
ددغه وياند نوم نه دی په ډاګه شوى خو ويلي یې دي چې دوی په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت او خپلو افغان همکارانو ته پوره ژمن او پر دې عمده هدف متمرکز دي چې يقيني شي دغه هېواد بيا د تروريستانو په پټنځاى نه بدلېږي او امریکا او شریکانو ته یې زیان نه رسوي.
امریکايي رسنۍ ان بي سي نیوز راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به په څو ورځو کې له افغانستانه د ٤٠٠٠ امريکايي پوځيانو د وتلو اعلان وکړي.
په افغانستان کې دا مهال د امريکايي پوځيانو شمېر د ١٢٠٠٠ او ١٣٠٠٠ ترمنځ دى.
په عین وخت د ولسمشر ویاند ویلي چې ځواکونه یې اوس د دې وړتیا لري چې د هر ډول ګواښ مخنیوی وکړي، د ده په خبره چې د دغه وړاندې شوي شمېر امریکايي ځواکونو وتل به د ترورېز پر وړاندې د افغان ځواکونو په جګړه هېڅ تاثیر ونکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments