افغانستان کي هر کال 25 زره کسان د یوي سترگي دید له لاسه ورکوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د روغتیا وزارت چارواکي وایي، هر کال په هېواد کې ۲۵زره کسان د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي
د میزان ۲۴مه د نابینایانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو ډېری نابینایان له دغې ورځې خبر نه‌دي.
عبدالفتاح عشرت احمدزی د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو د وزارت ویاند وايي، په افغانستان کې د نابینایانو شمېر ۵ لکو ته رسېږي.
متخصصین وايي، یاد کسان د ویټامین «اې» د کموالي، د سترګو د فشار د لوړېدو او ځیني نورو ناروغیو له امله په دغې ستونزې اخته کېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د سترګو د ۹۰ فیصده ناروغیو درملنه ممکنه ده او مخنیوي یې کېږي.
د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان د نابینایانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، د سترګو د څه باندې ۱۷۰ ناروغانو درملنه شوې او د څه باندې ۱۱ زرو او ۵۰۰ کسانو د سترګو کمزوری شوی لید، بېرته رغېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې ځیني خلک افغان حکومت په بې پروایې تورنوي او وایې چې نابینایانو ته یې غور نه دې کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply