افغانستان کي هره ورځ نس ناستي له امله 26 ماشومان مري

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا د یونیسف اداره وایي چې پخوا په پرتله افغانستان کې نس ناستې له امله د ماشومانو مړینه کمه شوي خو اوس هم هره ورځ ۲۶ ماشومان مړي.
یاده اداره وایي چې، په افغانستان کې هر کال ٨٠ زره ماشومان د بېلابېلو ناروغيو له کبله مري چې د نس ناستي اړوند مړينې يې چې اوس يې شمېر ٩٥٠٠ ته راټيټ شوی، ١٢ فيصده تشکيلوي.
یونیسیف نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، اوسمهال د نس ناستي ناروغي په افغانستان د ډېرېدو په حال کې ده، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې يو اعشاريه دوه ميليونه ماشومان له خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي.
خبرپاڼه کې ، دايکندي ولايت ( نيلي ) د افغانستان لومړى ښار اعلان شوى، چېرې چې خلاص کينارابونه نشته او ټول سر پټي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply