افغانستان په یوه ورځنې لوبه کې زمبابوې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – شارجه: افغانستان زمبابوې ته په درېیمه یو ورځینۍ سیالۍ کې د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز کې په دوه یو مخکې شو.
توپوهنه چی زمبابوې لوبډلې غوړه کړه د دولت ځدراڼ او مجیب ځدراڼ په ښه توپ اچونه یې ونشو کړای ښه پېل ترسره کړ.
سکندر رضا چې لوبې کې ښه لوبیده او اروین سره یې ښه ملګرتیا ساتلې وه د راشد خان د راتلو سره سم یې ملګرتیا ته د پای ټکی کیښود او د سکندر رضا ویکټ یې ترلاسه کړه، چې ورپسې یې بل لوبغاړی هم وسوځاوه او د زمبابوې لوبډله له فشار سره مخ شوه او ویې نشو کړای ستر هدف وټاکي.
همدا ډول د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۵۴ منډو وسوځېدل.
راشد خان چې تردې وړاندې په یوه ورځنې لوبه کې دوه ځله پنځه پڼځه ویکتې تر لاسه کړې وې دریم ځل لپاره 5 ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
په ځواب کې افغان لوبډلې ښه او تخنیکي توپوهنه ترسره کړه، په ځانګړي ډول رحمت شاه یو ځل بیا یې غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او نیمه سلیزه یې ووهله، نوموړي په ۴۴ توپونو د یوې شبږیزې او ۸ څلوریزو په مرسته ۵۶ منډې جوړې کړې او د زیاتو څلوریزو وهلو جایزه یې هم ترلاسه کړه، همدا ډول ناصر جمال هم نیمه سلیزه ووهله او ۵۱ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان ټاکلی هدف په ۲۷.۳ اورونو کې د نجیب ځدران په ښکلې څلوریزه پوره کړ او سیریز یې په دوه یو خپل کړ، چې راتلونکې لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په یوه ورځنې لوبه کې تردې وړاندې زیمباوې افغانستان ته یو ځل ماتې هم ورکړې وو.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply