افغانستان په اړه د ټرمپ ستراتېژي تراوسه نه ده معلومه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا : افغانستان ته د امریکا پوځ لوې درستیز دانفور وایې چې: تراوسه افغانستان ته د لېږل کېدونکو اضافي ځواکونو په اړه پرېکړه نه ده شوې، ولسمشر د دغو ځواکونو په اړه د تصمیم نیولو دنده د دفاع وزیر جېمز ماټیس ته سپارلې ده
نیور یارک تایم نه په خپور شوي مطلب کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه خپله لومړنۍ مهمه پرېکړه وکړه، هغه یې له سپینې ماڼۍ یا د امریکا د ویسټ پواینټ له پوځي اکاډمۍ د ټلویزیوني وینا په ترڅ کې اعلان نه کړه، بلکې پر ځای یې پنټاګون تېره اونۍ په یوه بیان کې تائید کړه چې ولسمشر ټرمپ د دفاع وزیر جېمز ماټیس ته افغانستان ته د زرګونو نورو سرتېرو د استولو صلاحیت ورکړی، هغې جګړې ته چې له پیلېدو یې ۱۶ کلونه تېرېږي او اوس هم په کې ۸۸۰۰ امریکایي سرتېري ښکېل دي.
ویب پاڼه لیکې چې ټرمپ چې په ډېره لېوالتیا په خپله ټوېټرپاڼه کې د نړۍ په مختلفو برخو کې د جګړې او سولې په اړه لیکنې کوي، د خپلې دغې پرېکړې په اړه یې په ټوېټر کې هېڅ ونه لیکل، خو د ورځپاڼې په وینا د هغې اغېز توپیر درلود. دا چې ټرمپ پنټاګون ته د دې صلاحیت ورکوي چې په خپله د نورو پوځي اقداماتو په اړه پرېکړې وکړي، په بهر کې د امریکا د جګړو په وړاندې د مخکیني ولسمشر بارک اوباما او د امریکا د نورو ولسمشرانو په تګلارو او اقداماتو کې د نوې بڼې ښکارندويي کوي.
بل پلو د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ وایي، افغانستان ته د اضافي سرتېرو د لېږلو پرېکړه نه ده شوې. دی زیاتوي، د ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه د سویل ختیزې اسیا په تړاو د یوې پراخې پالیسۍ له مخې چې اوس پرې کار روان دی، کېږي.
نوموړی وایي: “زما په باور پاکستان د افغانستان او د افغانستان د امنیت لپاره خورا ارزښت لري. دا باید تضمین شي چې حقاني شبکه او طالبان په سویل ختیزه اسیا کې خوندي پټنځایونه نه لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ پرتې سیمې خوندي دي، او افغانستان او پاکستان په خپلو کې ښې سیاسي او پوځي اړیکې لري.”
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوې درستیز کابل ته راغلې چې نن ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه وکړې د راپورونو پر بنسټ نوموړې افغانستان ته له دې لپاره راغلې چې افغانستان او سیمې په اړه نوې کړنلاره وتاکي داسې ویل کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني به له نوموړې غوښتنه وکړې چې امریکا دې پر پاکستان فشار رواړلي ترڅو له ترهګرو ډلو ملاتر څخه لاس په سر شي.
فکور نعیمي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply