افغانستان پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۱۰ ته لوړ شو

comments 0

هندوکش ــ کابل: په افغانستان کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د کورونا وېروس ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د وياند وحیدالله مایار په وينا ۱۱ پېښې هرات، درې فراه او يوه له غزني ولايت څخه په کابل او هرات ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د راپورونو له مخې له دې سره په ټول هېواد کې ۱۰۶ کسان په دې وېروس اخته دي او درې ترې مړه شوي دي.
د دې وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوي هېواد ايټاليا کې یوازې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۹۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دې مهاله له ۸۰ زرو زيات کسان په دې وېروس اخته دي.
تراوسه د دغه وېروس له امله په ايټاليا کې تر ټولو ډېر کسان مړه شوي، له دغه هېواد وروسته اسپانيا، چين، ايران، فرانسه او امريکا کې د مړينو شمېر لوړ دی.
په امریکا کې په دې وېروس د اخته شويو کسانو شمېر اوس ۸۵ زرو ته رسېدلی دی چې دا په چين کې په کورونا وېروس د اخته کسانو له شمېر څخه ډېر بلل کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments