افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان د نړیوال جام د چمتوالي لپاره دوستانه سیالیو کې پاکستان ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.
لومړی توپ وهنه پاکستان وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې په ۴۸اورونو کې ۲۶۲ منډې وکړې
نبي عیسی خيل درې، راشد او دولت دوه دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې په خپل نوبت توپ وهنه کې ښه لوبه وکړه او د وروستي اوور په دریم توپ یې د پاکستان هدف پوره کړ.
دا لومړی ځل و چې افغان لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه چې افغانستان کې خلکو په ډزو او تڼونو ونمانځله .
کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې هیڅوک دې په خوښیو کې ډزې نه کوي او د هغو کسانو د نیولو او خالي سلاح کولو امر یې ورکړی چې ډزې یې کړي دي.
آرش احساس

Comments