افغانستان لپاره د پاکستان نوې سفیر وټاکل شو

comments 0

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې د صدراعظم نوازشریف په امر زاهد نصرالله په افغانستان کې د پاکستان نوی سفیر ټاکل شوی دی.
دیلي تایمز ورځپاڼه لیکي چې، زاهد نصرالله وروسته له دې په کابل کې د پاکستان سفیر وګومارل شو چې صدراعظم نوازشریف ورړمه ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته تللې وه.
ورځپاڼه زیاتوي چې، نوازشریف د نوي سفیر د ټاکلو ترڅنګ لارښوونه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې د اړیکو د ښه کولو او تورونو د کمولو هڅه وشي.
ویل کیږي چې زاهد نصرالله به د جولای میاشتې په څلورمه خبله دنده په رسمي توګله افغانستان کې پیله کړي.
فریده خپلواک

Comments

Leave a Reply