افغانستان له هند او قزاقستان وروسته ترکیې سره هوایي دهلیز پرانیسته

comments 0

هندوکش – کابل: د یووالي حکومت مشران چې د حکومت له پیله په دې هڅه کې دي ترڅو د تجارانو مواد نړیوالو بازارونو ته ولیږدوي په دې وتوانیده ترڅو له هند او قزاقستان وروسته ترکیې سره هوایي دهلیز پرانیزې.
کابل کې د افغانستان سوداګرې وزارت په وینا،د کابل ــ انقرې ترمنځ د هوايي سوداګریز دهلېز پرانېستل به د دواړو هېوادو اړېکې لا پیاوړې کړي.
کابل او انقرې ترمنځ په داسې حال کې سوداګړې پراخې کیږي چې تردې وړاندې افغانستان د هوا له لارې هندوستان، دوبې او قزاقستان ته خپل وچې او تازه میوې لیږدول.
د سواګرې وزارت چارواکو په وینا، په لومړنۍ الوتنه کې به د افغانستان وچې او تازه میوو سربېره غالۍ او طبي بوټي ترکیې ته واستول شي.
چارواکي زیاتوي چې مونږ په دې هڅه کې یو ترڅو خپل اړیکې نورو هیوادونو سره هم پراخ کړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments