افغانستان له قزاقستان سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ

comments 0

هندوکش ـ کابل: د دې تړون له مخې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ په پوځي برخه کې ګډ تمرینونه، روغتیايي همکاري، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجستیکي ملاتړ، جنګي روزنه او د پوځي اطلاعاتو برخه کې همکاري شامله ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا جمعه جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) ویلي، چې دغه تړون په قزاستان کې د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب او د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان یرمک بایف ترمنځ لاسلیک شو.
د بیان له مخې دغه راز د دغو دوو هیوادونو تر منځ په بېلابېلو حوزو او نظامي ملاتړ په برخه کې د همکارۍ زمینه برابره شوه.
حمد الله محب همدارنګه د قزاقستان د ملي امنیت له رئیس سره کتنه کې ویلي چې افغانستان او قزاقستان د امنیتي همکاریو لپاره قوي زمینه برابروي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د اعلامیې له مخې د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې رئیس ماسیموف ویلي چې هیواد یې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
ښاغلي محب قزاقستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کې د دواړو لوریو د عملي همکاریو، غذايي امنیت، د افغان ملي امنیتي او دفاعي سرتېریو پر تجهیز، د ګډو څواړخیزو کارونو پر پای ته رسولو او د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د همکاریو پر پیاوړتیا بحث او خبرې هم کړي دي.
قزاقستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ګن شمېر افغانانو ته د زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.
دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان د روان وضیعت په اړه هم بحثونه کړي او قزاقستاني چارواکو ویلي، چې دوی به له افغانستان سره په هر ډول حالاتو کې خپله همکاري جاري وساتي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments