افغانستان له سوريي سره ډير توپیر لري/ سید عبدالله پاچا

comments 0

وروسته له هغې چې کابل کې د پخواني دوه ولسمشرانو حامدکرزي او صبغت الله مجددي تر څنګ د ملي شورا ځینو غړو او سیاسیونو د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي هوکړه لیک د لغوه کیدو ډنډوره بیا راپورته کړه، ورسره سم په کور دننه، سیمه او بهرنیو هېوادونو کې ډول ـ ډول تحلیلونه شته.
ولې له امریکا سره تړون؟
له امریکا سره د ستراتيژیک تړون چې حامدکرزي له اوباما سره لاسلیک کړ، امنیتي تړون د همدې ستراتيژیک تړون یوه برخه ده چې د اشرف غني په ماموریت کې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګم لاسلیک کړ.
دا دوه زره څوارلسم کال او د افغان حکومت د ماموریت لومړۍ ورځ وه، که څه د دې تړون په لاسلیک کې د ملي یووالي حکومت بیړه وکړه، خو په دې یو کال د حامد کرزي وخت کې ناندرۍ راپورته شوې و، هغه وخت حامدکرزي له امریکا سره خوا بده کړې وه او د دې تړون په بدل کې یې له امریکا سوله غوښتله.
همدې ۲۰۱۴م کال کې د ټول افغانستان امنیتي مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو، افغان ځواکونو د امریکا له ملاتړ پرته نه شول کولای چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د دې مبارزې لپاره افغان ځواکونو ته اړتیا وه چې امریکا یې تر شاه ودریږي، د همدې اړتیا له مخې دا تړون په ملي شورا کې د رایو په اکثریت پاس شو.
هغه مهال ټولو په دې فکر کو، که له امریکا سره هوکړه و نه کړي، نو د سیمې نور دښمنه هېوادونه به د افغانستان په چارو کې لاسوهنې وکړي او ترهګرې ډلې به دومره تمویل کړي چې د افغانستان زیاتې برخې له افغان ځواکونو ونیسي او امریکا او افغان حکومت به ترفشار لاندې راولي، چې حکومت سقوط کړي او امریکا له افغانستان وباسي.
زیات افغانانو د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي هوکړه لیک یوه اړتیا بلله او د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز لپاره یې غوره مدرک باله، خو اوس یې ولې مخالفین زیات شول؟
ولې مخالفین پيدا شول؟
د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي هوکړه لیک د لغوه کیدو لپاره راپورته شوي خلک هم نه شو ویلی چې د ملي ګټو په اساس راپورته شوي دي، هغوی چې د دې تړون مخالفت کوي، د روسيې، چین او ایران غوندې هېوادونو سره قوي اړیکې لري او له دغو هېوادونو یې ژمنې ترلاسه کړي چې تاسو دا هوکړه لغوه کړئ، موږ به واک ته په رسیدو او تمویل کې مرسته وکړو.
دا درې هېوادونه په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره سرسخته مخالف دي او په ډاګه یې ویلي چې امریکا دې په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورسوي، ځکه دا هېواد له افغانستان څخه د نورو هېوادونو ګټې ګواښي.
له دې سره یو ځای ملي شورا کې زیات شمېر وکیلان پیدا شوي چې د دې هوکړې لغوه کیدل غواړي او په دې باندې یې لاسلیکونه هم راټول کړي چې په تړون به بیا کتنه کیږي او ګټې او تاوانونه به یې مالومیږي.
د ملي شورا غړي هم د ملي ګټو غم نه دي وړي، دې تړون څلور کاله وړاندې هم دا ویره دلودله چې د ځینو هېوادونو لاسوهنې به زیاتیږي، خو دا لاسوهنې به دومره نه وي چې امنیتي هوکړه لغوه شي.
ځکه امنیتي هوکړې په لغوه کیدو سره پر افغان ځواکونو د امریکا نغدي مرستې، مشورې او عملیاتو کې هوایي ملاتړ دریږي چې ورسره سم د افغان ځواکونو سیستم فلج کیږي.
نو حامدکرزی او ډله یې له کابل سره د واشنګټن اړیکي نه غواړي، خو په دې فکر نه کوي چې د امریکا بدیل څه دی، کوم بل هېواد به دې مرستو او لګښتونو ته اوږه ورکړي، خو ښکاره خبره ده چې هیڅ هېواد دا کار نه کوي او نه یې کولای شي.
نو فلهذا ویلی شو چې ځینې د اوسني حکومت د نوم بدي کولو لپاره دا تړون د پلمې په ډول راپورته کوي او د اوسني وضعیت ټوله پړه پر اوسني حکومت او تړون اچوي چې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې ځان لپاره ټکټ پیدا کړي.
افغانستان نه سوریه ده، او نه به په سوریه بدل شي، دا هېواد له جغرافیایي موقعیت او خلکو څخه ښکاري چې هیڅ یرغلګر ته پرته له کومې هوکړې د برید او یا لاسوهنې اجازه ور نه کړي چې دا خاوره او دا ملت زیانمن کړي.

Comments