افغانستان له بنګله دېش لوبه وګټله

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان کرکیت بورډ چاواکي وایې چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په ۳ مه یوه ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش ته په پنځو ویکټو ماته ورکړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې ټول لوبغاړي د ۷۵ منډو په تر سره کولو، د لوبې په ۳۱م اور کې و سوځېدل او افغانستان ته یې ۷۶ منډې هدف وټاکه.
خو د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې دغه هدف په ۱۸م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې وګټله.
ویل کیږي په دې لوبه کې افغان لوبغاړي نوین الحق چې د بنګله دېش لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول د لوبې غوړه لوبغاړي معرفي شو.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply