افغانستان له ایران سره خپله پوله بیرته پرانیسته

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تر دې وړاندې د کرونا ویروس د پراختیا له وېرې له ایران سره هر ډول ځمکنۍ او هوايي تګ راتګ په ټپه درېدلی و، خو اوس امنیت شورا بېرته ددغه تګ راتګ د پیلېدو سپارښتنه کړې ده.
امنیت شورا وایي چې مسافر له صحي پلټنو او معایناتو وروسته هېواد ته ننوتلی شي.
بلخوا د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جوړ شوی کمیسیون وایي، چې له ایران سره په پوله او دغه راز په هوایي ډګر کې له ایران راتلونکي کسان معاینه کېږي او په هر اړخیزه توګه هڅه کوي چې ددغه ویروس د راتګ او پراختیا مخه ونیسي.
افغان حکومت داسې مهال دغه اقدام کړی دی چې تازه ګڼو هېوادونو له ایران سره خپلې پولې تړلې او د تګ راتګ یې ممنوع کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments