افغانستان لا هم د ګوزڼ ګواښ لري

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ګواښ شته.

د راپورونو پر اساس هند له پولیو پاک، خو افغانستان او پاکستان يې خوندي ځایونه دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویاند کرېسټین لېنډمیر ويلي، اوس هم پولیو په افغانستان، پاکستان او ناېجیریا کې شته چې هر کال ګڼ شمیر ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کوي.

د لېنډمیر په خبره، افریقا کې د۲۰۱۶م کال راهسې د پولیو ناروغي نه ده لیدل شوې، خو له بده مرغه افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې کله هم د پولیو مخه نه ده نیول شوې.

د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، راتلونکې کې به د واکسین څاڅکي ورکونکي داسې تربیه کیږي چې کور په کور وګرځي او هغه ماشومان ولټوي چا ته چې د پولیو د مخنیوي واکسین نه وي ورکړل شوي.

تازه په کندهار کې د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوي چې په تیر (۲۰۱۸) کې افغانستان کې د پولیو ۲۱ پیښې ثبت شوې وې.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments