افغانستان سولې لپاره د چین له هڅو هرکلې وکړ

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان جګړې ختمولو لپاره د چین له هڅو هرکلی کوو.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د جګړې د ختمولو په اړه د چین تازه څرګندونو ته په اشارې ویلي، چین په سیمه کې د یوه اغېزمن هېواد په توګه کولی شي په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي.
د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي، د افغان سولې برخه کې د چین همکاري ګټورې وې او دوی ترې د لا ډېرو همکاریو تمه لري. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چین باید دا هڅې د حکومت رهبرۍ ته په پام تر سره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په خپلو تازه څرګندونو کې په بېجینګ کې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره به د شانګهای د همکاریو سازمان د تماس ډله جوړه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments