افغانستان سره دهند مرستي شوي غنم چابهار ته رسیدلي

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې په وروستیو دوو اونیو کې د هند د مرسته شویو غنمو ۴۲۰۰ کانټینرونه چابهار ته رسېدلي دي.
د رسنیو په خبر کې ویل شوي یاد غنم اوس په چابهار کې دي او وروسته به د موټرونو پر مټ افغانستان ته لېږدول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هند مرسته شویو غنمو څو جوپې د افغانستان ګڼو ولایتونو ته رسېدلې دي.
ایران د یوې هوکړې له مخې د چابهار بندر یوه برخه د اتلسو میاشتو لپاره د هند په واک کې ورکړې ده.
تردې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چابهار په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره طلايي چانس بللی او
ویلي وو، چې له شریکو هېوادونو سره به په ګډه ددغه بندر په پراختیا او لا پرمختګ کې بې ساري هڅې وکړي.
محمد حنیف بیدار

Comments