افغانستان سره ایران طبي توکو مرسته ترسره کړه

comments 0

هندوکش ـ کابل: د عامې روغتیا وزارت چارواکو وویل، افغانستان سره ایران د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۱ ټنه طبي توکو مرسته کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وویل، چې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان تېره ورځ د وینټیلاټورونو، ماسکونو، ضدعفوني موادو، د کورونا د تشخیصیه کیټونو او نورو صحي مرستو یوه محموله تسلیم کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل د دغو مرستو د تسلیمۍ پر مهال ویلي، دا د ستاینې وړ ده چې ایران اوس مهال پخپله هم د کورونا ویروس له کړکیچ سره لاس و ګریوان دی خو بیا یې هم د ګاونډیتوب د حق له مخې افغانستان سره هم ۱۱ ټنه طبي توکو مرسته تر سره کړې ده.
د دغو مرستو په اړه د ایران سفیر بهادر امینیان وايی، مرستې هدف د کورونا ویروس سره مبارزه او د هغو روغتیایي کارمندانو ژوند خوندي کول دي چې په روغتیایي مرکزونو کې د کورونا ویرس پروړاندې د مبارزې په لومړي کتار کې ولاړ دي.
د ایران سفیر له افغانستان سره د ایران د همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی او زیاته یې کړه چې دا به یې لومړۍ مرسته نه وي بلکې دې ته ورته نورې مرسته به هم کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments