افغانستان د کډوالۍ له اړخه دویم هېواد شو

comments 0

هندوکش – کابل: له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې د نړۍ په کچه ډېر کډوال لري.
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د هغه اتیا زره غیر قانوني کډوالو د اجباري راتګ مخنیوی یې کړی چې جرمني کې اوسېږي.
دغه وزارت وایی، یوازې د داوطلب بیرته راګرځېدونکو ملاتړ کوي او غواړي په کور دننه ورته د کار او کسب زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات وایي، که څه هم په دې وروستیو کې له هېواد د ځوانانو غیر قانوني تګ کم شوی ، خو په وینا یې لا هم قاچاقبر د کاذب اقتصاد جوړولو په موخه ځوانانو ته دوکې ورکوي او په خطرناکو لارو یې بیایي.
کمال سادات د هغه یو شمېر کسانو د نیولو خبره هم وکړه چې خلک به یې په غیر قانوني توګه بیرونیو هېوادونو ته لېږدول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments