افغانستان د کرکټ سیریز وګټه

comments 0

هندوکش – کابل: افغان کرکټ اتلانو یو ځل بیا د ایرلنډ پروړاندې خپله اتلولي ثابته کړه.
د تیرې ورځې لوبه کې د راشد خان هټرېک سره افغانستان درېیمه بریا هم ترلاسه کړه.
د ایرلنډ په خلاف راشد خان په درېمه لوبه کې هټرېک وکړ او په ټوله کې یې پنځه وېکټې واخیستې.
د تیرې ورځې لوبه کې محمد نبي هم ښه وځلید او ۸۱ منډې یې جوړې کړې.
افغانستان په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۷ وېکټو برلاسی شو چې ۲۱۰ منډې جوړې کړي.
په پای کې افغانستان وکولای شو چې په ۳۲ منډو درېمه شل اوریزه لوبه هم وګټي.
د دغې لوبې پچه ایرلنډ وګټله او د توپ اچولو پرېکړه یې وکړه.
له دې وروسته به افغانستان او ایرلنډ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلوي، چې لومړۍ لوبه به یې راتلونکې پنجشنبه په همدې دهرادون ښار کې کېږي.
آرش احساس

Comments