افغانستان د پاکستان له احتیاجۍ خلاص شو

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان د سوداګرۍ اوټرانزیت په برخه کې د پاکستان له زیاتې احتیاجۍ خلاص شو او اوس به زیات سوداګریز توکي د پاکستان د واګه بندر پر ځای د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را انتقالیږي.
د چابهار بندر نن پرانیستل شو او اول ځل کې ۱۵۰۰۰ ټنه غنم کښتۍ کې د چاه بهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شول او په نږدې راتلونکې کې به د همدې بندر له لارې ۱۱۰ زره ټنه غنم افغانستان ته انتقال شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني تمه لري چې سوداګري به یې د چاه بهار بندر له لارې منځنۍ اسیا او اروپا ته ورسیږي او غوښتنه یې له نورو هیوادونو دا ده چې فرصتونه برابر کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج وایي، د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ پرانېسته به په سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
هند له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا افغانستان ته د پاکستان واګه بندر له لارې ۱،۱ میلیون ټنه غنم صادر کړي چې ۷۱۱ زره ټنه یې افغانستان ته رسېدلي او نور د بیلابیلو لاملونو له کبله نه دي رسیدلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply