افغانستان د هېڅ هېواد د نیابتي جګړې ډګر نه دی

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني چې د کابل ښار له ځینو مشرانو سره یې تېر ماښام لیدلي، ویلي چې دا مهال د افغانستان د خلکو پر ضد جګړه روانه ده او موخه یې د افغان ځواکونو کمزوري کول دي.
ولسمشر ویلي، افغانستان د نیابتي جګړو ډګر نه دی او د دغه جګړې مخه باید ونیول شي.
ولسمشر غني همداراز د ښار په لوېدیځه څنډه کې د ولسي قطعې په تړاو ویلي، چې دغه پرېکړه لا ارزولو ته اړتیا لري.
ولسمشر همداراز داعش ډلې ته په اشارې ویلي، چې دوی باید له فکري پلوه مات کړي او په وینا یې باید سني او شیعه علماء په دې اړه اجماع ته سره ورسرېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments