افغانستان: د زعفرانو له درکه کابو د ۲۷ میلیونه ډالره عاید لري

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د کرهنې او مالدارۍ وزارت وايي، د زغفرانو د تولید سږنۍ کچه ښيي چې په دې هېواد کې د زعفرانو کښت او تولید په بې ساري ډول ډېر شوی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې سږ کال د زعفرانو تولید کچه نژدې ۲۰ ټنو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د افغانستان زغفران دا وخت د کیفیت له کبله په نړۍ کې لومړۍ او د کمیت له کبله دریم ځای لري.
هرات د افغانستان په کچه د زعفرانو په کښت او تولید کې تر نورو ولایتونو مخکښ دی.
د افغانستان د کرهنې وزارت چارواکي وايي، د پنځه کلنې ستراتيژۍ له مخې یې هڅه دا ده چې د معیاري کاروبار تر څنګ د زعفرانو کښت تر ټولو ولایتونو ورسوي.
تمه ده چې له دې اندازې څخه سږ کال افغان بزرګران او سوداګر ۲۷ ملیونه ډالر عواید تر لاسه کړي.
د یاد وزارت د ویاند اکبر رستمي په وینا دا وخت د هرات تر څنګ په سرپل، بلخ، فاریاب، ارزګان، کندهار او د ځينو نورو ولایتونو په ۷۵۰۰ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي چې فصل يي د تېر کال پرتله ۲۲ سلنه زیات شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments