افغانستان د آذاربایجان له لارې کولې شي اروپایي بازارونو ته لار پیدا کړي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د سوداګرۍ خونو ویاند وایي چې د افغان حکومت هڅې روانې دي ترڅو وکولای شې خپل صادراتي توکې آذربایجان له لارې اروپا ته واستوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو ویاند صیام الدین پسرلي وویل: داسې هڅې روانې دي چې د افغانستان او آذاربایجان تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې شي او په دې توګه افغانستان وکولی شي خپل توکي ددغه هېواد له لارو اروپايي بازارونو ته ورسوي او د اروپايي بازارونو توکو افغانستان ته را ولېږدوي.
د آذربایجان رسنیو په خپاره شوي ریپورتونو کې راغلي چې، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او آذاربایجان تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
خو د آذربایجان حکومتي چارواکي وایې چې روان کال تردې دمه افغانستان او آدربایجان ترمنځ کابو ۱۳.۳۷ ملیونو ډالرو په کچه سواداګرې توکې رد او بدل شوي دي.
یاده دي وي چې د آذربایجان او افغانستان ترمنځ پخوا په پرتله سوداګړي کچه ډیره شوې چې اقتصادي شنونکو په اند تاجرانو ته ښه زیرې دې.
سپوږمۍ پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply