افغانستان ته نور امریکايي سرتېري راورسیدل

comments 0

هندوکش – امریکا: بهرنیو رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، سلګونه امریکايي سرتېري څو ورځې وړاندې افغانستان ته رسېدلي دي.
امریکايي چارواکو ویلي، دغه سرتېري په خپله خوښه افغانستان ته راغلي او موخه يې د افغان سرتېرو روزنه او هغوی ته مشور ورکول دي.
سرچینو ټینګار کړی چې د دغو امریکايي پوځيانو د راتګ بله موخه دا ده څو د جګړې په لومړیو کرښو کې د افغان سرتېرو پر جبهو ګزمې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې آلمان هم تېره ورځ و یلي، افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیاتوي.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply